IQNA

 د انګلستان د مسلمانو افسرانو ټولنې اسرائيلي رژیم یو ترهه ګر رژیم وباله

15:31 - June 08, 2026
د خبر لمبر: 3492880
ایکنا-  په هغه  سیاسی سند کې چې جنجال ئې راپورته کړی دی، د انګلستان د مسلمانو افسرانو ټولنې د اسرائيلو جنایتکار رژيم یو ترهه ګر رژیم وباله.

ایکنانیوز  د البلد له قوله راپور راکړی،  یو هغه سیاسی سند  چې په انګلستان کې د  پولیسو مسلمانو  افسرانو ملی ټولنې (NAMP) په وسیله خپور شوی دی، له دې وروسته چې اسرائيلي ضده دریځونه او اندیښمنونکي چاره بلل  شوې ده پراخ جنجالونه ئې راپورته کړي دي.  

ډیلی میل  انګریزي ژبې  ورځپاڼې  راپور ورکړی،  دغه سند  چې  وروسته  له انټرنیټه حذف شوی، صهیونیسټي رژيم ئې صهیونیسټي ترهه ګر رژيم  بللی  دی، صهیونزم  ئې  د مسلمانانو په ضد د نفرت یو مظاهر  بللی او  د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر د اومې نیټې  له حملو سره  اړونده ځيني روایتونه ئې  ترپوښتنې لاندې راوستي  او  هغه ئې بې اساسه بللي دي.

 دغه سند  همداراز   هغه څه ته چې   د اسرائيلو او فلسطین  ترمینځ په ترینګلتیاؤ کې ئې د هولوکاسټ په باب ورڅځه ناوړه استفاده بللې اشاره وکړه چې  دی هودي تنظیمونو  ډيرې زیاتې نیوکې ئې په ځان پسې درلودلي دي  چې  دغه دریځونه ئې  د امنیتی  اوګانونو د بې پیلویتوب لپاره یوګواښ او سیاسی نیوکو  له پولو ورآخوا  بلل.

 له بل پلوه، دانګلستان یهودي تنظیمونو  خبرداری ورکړی چې  د پولیسو په ټولنو کې  ددغه شان مطلبونو خپریدا  د قانون  داجرا پر اورګانونو باندې د یهودي ټولنې په اعتماد اغیزې شیندلی شي او  له اړونده چارواکو ئې غوښتي دی څو ددغه سند د برابرول او ویشل ئې روښانه کړي او ډاډمن شي چې  په راتلونکي کې به ورڅځه  استفاده  نه کیږی.

https://iqna.ir/fa/news/4356865

captcha